کراچۍ کې د امريکا پر کونسلګرۍ بريد؛ اته بريد کوونکي وژل شوي

March 01, 26 KohiNoor

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې نن د دغه هېواد کراچۍ کې لاريونوالو د امريکا پر کونسلګرۍ برید وکړ، چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي اقدام کې اته تنه ووژل او ۲۴ نور ټپيان شول.
جيو نيوز ليکلي، امنیتي ځواکونو پر لاريونوالو اوښکې بهونکې ګاز وشیندل چې لاريونوال يې تېښتې ته اړ کړل
همدې حال کې بیا له سلطان اباد‌ څخه کراچۍ ته تګ - راتګ ځنډول شوی او لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.