د پاکستان د لومړي وزیر ویاند: له افغانستان سره هېڅ خبرې نه کوي

February 28, 26 KohiNoor

الجزیرې د پاکستان د لومړي وزیر د ویاند، مشرف زیدي په حواله راپور ورکړی، چې له افغانستان سره هېڅ ډول خبرې نه دي روانې.

زیدي ویلي، له وروستیو نښتو وروسته د دواړو لورو ترمنځ هېڅ مذاکرات نه دي ترسره شوي.

بل لور ته، د حکومت ویاند بیا تېره ورځ په یوې خبري غونډه کې ویلي، ا.ا.اچمتو دی چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خو په وینا یې پاکستان تر اوسه د مسایلو د حل لپاره د مذاکراتو لاره نه ده غوره کړې.