امارات: د ایران دولس بالستیک توغندي او ۱۲۳‌بې‌پیلوټه الوتکې مو غورځولې

March 03, 26 Farmanullah zubairzai

د متحده عربي امارتو د دفاع وزارت خبر ورکړی، د ياد هېواد هوايي دفاعي ځواکونو نن د رادار پر مټ  ۱۱ بالېستيک توغندي او ۱۲۳ بې پيلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
ياد وزارت ويلي، ايران د جګړې له پیل راهسې  پر اماراتو ۱۸۶ بالېسټيک توغندي توغولي، چې له ډلې يې ۱۷۲ شنډ کړي دي.
د وزارت د معلوماتو پر اساس، اماراتو د ايران ۸۱۲ بې پيلوټه الوتکو له ډلې ۷۵۵ الوتکي کشف کړي او اته کروز توغندي یې شنډ کړې دي.
 سرچینه زیاتوي، د ايران په بريدونو کې تر دې مهاله د پاکستان ، نېپال او بنګلاديش درې وګړي وژل شوي او د اماراتو، هندوستان، پاکستان، ايران، لبنان، اذربایجان یمن او يو شمير نور هېوادونو ۶۸ وګړي ټپيان شوي دي.