امریکا له خپلو وګړو غوښتي، چې له منځني ختیځ ووځي
رویټرز د امریکا بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی، چې ټول امریکايي وګړي باید د منځني ختېځ له هېوادونو ووځي.
سعودي عربستان، بحرین، عربي متحده امارات، کویټ، قطر، عمان، سوریه، یمن، لبنان، عراق، اردن، د اسرا... او غزه د هغو هېوادونو له منځه دي، چې امريکا د امنیتي ګواښونو له امله له خپلو وګړو غوښتي چې دا هېوادونه پریږدي.
وزارت همدا راز له خپلو اتباعو غوښتنه کړې، چې د وتلو لپاره د ملکي الوتکو خدمتونو وکاروي.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي، چې ایران په منځني ختېځ کې د امریکا پوځي اډې پر نښه کړې.





