راپورونه: امریکا د ایران پر وړاندې جګړه کې میلیاردونه ډالر تجهیزات له لاسه ورکړي
د انادولو خبري اژانس موندنې ښيي، چې په قطر کې د العدید هوايي اډې رادار، چې د امریکا ۱.۱ میلیارده ډالره ارزښت درلود، د ایران د توغندیز برید له امله زیانمن شوی.
په کوېټ کې درې F-15E جنګي الوتکې له منځه تللي، او په بحرین کې د امریکا پنځم سمندري ځواک مرکز هم د بریدونو هدف شوی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي، ایران تر اوسه ۵۰۰ بالستیک توغندي او ۲ زره بېپیلوټه الوتکې توغولي، په مقابل کې د امریکا په بریدونو کې له ۵۰ زرو زیات پوځیان، ۲۰۰ جنګي الوتکې، دوه الوتکوړونکې بېړۍ او بمبار الوتکې شاملې دي.





