بهرنيو چارو وزير: پاکستان سره مو جګړه تېری نه؛ بلکې دفاع ده
د بهرنيو چارو وزير کابل کې له مېشتو سفيرانو، د اروپايي ټولنې او ځينو سازمانونو له استازو سره د ګډ روژه ماتي مجلس کړی دی.
دغه وزارت پر اېکس ليکلي، امير خان متقي په دغه ليدنه کې ويلي، د افغانستان له لوري د پاکستان پر وړاندې د افغانستان وروستي اقدامات تېری نه؛ بلکې د هېواد دفاع ده او دغه اقدام د افغانستان مشروع حق دی.
متقي دغه راز ويلي، افغانستان پر ديپلوماسي باور لري او ورته ژمن دی؛ خو د بريد په صورت دفاع خپل حق بولي.
نوموړي دغه راز د منځني ختيځ د روان وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.





