عراق: چاته اجازه نه ورکوو، چې خاوره مو د نورو پر ضد وکاروي

March 09, 26 Farmanullah zubairzai

 

 

 د عراق د بهرنيو چارو وزير فواد حسین د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په بېړنۍ غونډه کې ويلي، چې عراق د جګړې او د شخړو د زياتېدو مخالف دی.

 

نوموړی زياتوي، چې پر ایران پوځي بريدونه غندي، او اجازه به ور نه کړي چې د دې هېواد له خاورې څخه د ګاونډيو هېوادونو پر ضد د بريد لپاره استفاده وشي.

 نوموړي همداراز ويلي پر ايران د امریکا او اسرائيلو له خوا د بريدونو له پيل راهيسې، د عراق حکومت څو ځله دغه بريدونه غندلي دي.

حسین په وينا، عراق دا اعلان کړې، چې د دې هېواد له فضايي حريم څخه به د ګاونډيو هېوادونو پر ضد د بريد لپاره د کار اخيستلو اجازه ور نه کړي.