ايران: تر هغې پورې سوله نکوو چې تر څو مو اسر.. نه وي له منځه وړی

March 09, 26 Farmanullah zubairzai

تسنيم خبرې اژانس، خبر ورکړی، ایران تر هغې سوله او د سولې لپاره د منځګړو هېوادونه پيغام نه ځوابوي، چې تر څو اسر... نه وي له منځه وړی.

د المیادین تلويزوني شبکې د ايران لوړپوړي سیاسي چارواکی له قوله خبر ورکړی، ډونالډ ټرمپ له یوې خوا د تګ-راتګ منځګړو له لارې د جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي، خو له بلې خوا له امریکايي رسنیو سره په مرکو کې ادعا کوي چې د جګړې د پای ته د رسېدو لپاره کوم پلان نه لري.

د غه ايراني چارواکي ويلي، چې تهران سولې لپاره د امریکا هيڅ پیغام نه مني او نه به ورته ځواب ورکړي.