پزشکیان: جګړه هغه وخت پای ته رسېږي چې زمونږ شرطونه ومنل شي

March 12, 26 Nazo omari

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید امریکا او اسرائیل د ایران درې شرطونه ومني.

پزشکیان پر اېکس لیکلي چې د روسیې او پاکستان له مشرانو سره یې هم په دې اړه خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، د دې جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د ایران مشروع حقونه وپېژندل شي، د اوښتو زیانونو جبران وشي او د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره قوي نړیوال تضمینونه ورکړل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو له امریکا سره د هېڅ راز خبرو اړتیا نشته.