مورفي: امريکا به د ایران پر ضد په جګړه کې هېڅکله خپلو هدفونو ته ونه رسېږي

March 11, 26 Farmanullah zubairzai

د امريکا د سنامجلس سناتور کریس مورفي، د ډونالډ ټرمپ د حکومت د چارواکو له محرمانه معلوماتي غونډې وروسته حکومت پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې امريکا به د ایران پر ضد جګړه کې خپل هېڅ یو اعلان شوی هدف ترلاسه نه کړي.

مورفي په وينا، د جګړې په هدفونو کې د ایران د اټومي وسلو د پروګرام له منځه وړل شامل نه دي؛ ځکه ټرمپ څو ځله ویلي چې دا یو اساسي هدف دی، خو موږ له مخکې پوهېدو چې هوايي بریدونه نشي کولی، چې د هغوی اټومي مواد له منځه یوسي.

هغه همدا راز ويلي، چې دا جګړه به دومره لویه تباهي او ناورین رامنځته کړي، چې پایلې به یې ډېرې منفي او خطرناکې وي.