عراقچي: امریکا سره د خبرو اړتیا نشته، توغندیز بریدونه به دوام وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې اوس مهال له امریکا سره د مذاکراتو اړتیا نه شته او ایران به خپلو ځوابي توغندیزو بریدونو ته دوام ورکوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې تهران به تر هغې خپل بریدونه روان وساتي، تر څو چې پر ایران بریدونه دوام ولري.
تر دې وړاندې سپاه پاسداران هم خبرداری ورکړی و، که پر دوی بریدونه دوام وکړي، نو منځني ختیځ څخه به د یو لیټر تېلو د لېږد اجازه ور نه کړي.
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د انرژۍ له تولیدوونکو سیمو څخه د تېلو صادرات بند کړي، نو له سختو بریدونو سره به مخ شي.





