شهباز شريف خامنهيي ته: ايران سره له پخوا اړيکې لرو او ملاتړ مو کوو
د پاکستان لومړي وزير په يوه ليک کې د ايران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهيي ته مبارکي ورکړي او د پلار د وژل کېدو له امله یې ورته تسليت ويلی دی.
نوموړي ويلي، د ايران او پاکستان ترمنځ د ايمان، ژبې، کلتور او تاریخ ګډې اړیکې دي او له همدې امله ايران سره ګډ کار او همکاري ته دوام ورکوي، ترڅو د دواړو هېوادونو ولسونو ته ګټوره تمامه شي.
شهباز دغه راز په ليک کې مجتبی خامنهيي ته دعا کړې او د ايران د ابادي او سوکالي لپاره یې هيله څرګنده کړې ده.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې یې د ايران له لوري سعودي عربستان کې د امريکايي اډو په نښه کول وغندل.





