ایران: تېرو څو ساعتونو کې مو اسرا.. ته ګڼ زیانونه اړولي
د ایران پوځ خبر ورکړی، چې په تېرو څو ساعتونو کې مو د اسرائيلو د پالماخیم او عوبدا هوايي اډې او د د کورني امنیت ادارې (شین بَت) مرکز په نښه کړی
د ایران د سپاه پاسداران د خاتم الانبیاء مرکزي قومنداني ويلي، تېرو څو ساعتونو کې یې د ایران بېپیلوټه الوتکو په وسیله د اسرائيلو د پالماخیم او عوبدا هوايي اډو د څار برج، د الوتکو د ناستې او پورته کېدو لیکه (رنوې) او د الوتکو ساتلو هنګرونه او د کورني امنیت ادارې (شین بت) مرکز باندې پراخ بریدونه کړي دي.
د یادې قومندانۍ د معلوماتو پر اساس دغه دوه پوځي اډو کې د اسرائیلو د توغندیو دفاعي سیستم «د داوود غولانده» او د هرمس ۹۰۰ بېپیلوټه الوتکې او د امریکا اف–۲۲ رېپټر پټ جنګي الوتکې هم ځای پر ځای شوې وې





