بولر: د ناقانونه نیونو ملاتړي هېوادونه له امریکا سره اړیکې نه شي ساتلی
د ډونالډ ټرمپ استازی ادم بولر وايي، هغه هېوادونه چې د امریکا له نظره د ناقانونه نیونو ملاتړ کوي، نه شي کولی له امریکا سره عادي اړیکې ولري.
بل لور ته، افغان حکومت وړمه ورځ د امریکا هغه پرېکړه د تاسف او خواشینۍ وړ بللې وه چې افغانستان یې د یادو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی.
حکومت وویل یو شمېر بهرني وګړي د نافذه قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي وو چې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي.
له دې وړاندې، افغان حکومت له امریکا غوښتي وو چې خپل سفارت بېرته په کابل کې پرانیزي.





