٢٢ هېوادونه د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره چمتووالی ښودلی

March 22, 26 Nazo omari

 

وروسته له هغې چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې بې‌سارې توګه لوړې شوې، د نړۍ ۲۲ هېوادونو د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.


د فرانسې، متحده عربي امارات، جاپان، استرالیا، ایټالیا، برېټانیا، جرمني، هالنډ، کاناډا، جنوبي کوریا، نیوزیلنډ، ډنمارک، لاتویا، لېتوانیا، سلوانیا، رومانیا، چک جمهوریت، ناروې، فنلنډ او استونیا هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران له لوري د تیلو او ګازو تاسیساتو په نښه کول غندلي دي.


دغو هېوادونو د هرمز تنګي د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دا مهمه سمندري لاره باید پرانیستې وساتل شي.


 همداراز یې له ایران غوښتي، چې پر کښتیو بریدونه ودروي او د دې لارې د بندولو هڅې ونه کړي.