ټرمپ: که د هرمز تنګي امنیت کې مرسته ونه شي، ناټو به له بد راتلونکې سره مخ شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د ناټو غړي هېوادونه د هرمز تنګي د پرانېستلو او امنیت په ټینګښت کې مرسته ونه کړي، نو دا تړون به له ډېر ستونزمن راتلونکې سره مخ شي.
ټرمپ له جاپان، جنوبي کوریا، فرانسې، برېټانیا او چین غوښتي، چې د پوځي تجهیزاتو د لېږد او امنیتي همکارۍ په برخه کې ونډه واخلي.
نوموړي ټینګار کړی، هغه هېوادونه چې له دغې ستراتیژیکي سمندري لارې ګټه اخلي، باید د هغې د امنیت د ټینګښت لپاره هم جدي او پراخه مرسته وکړي.
هرمز تنګی چې د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، په دې وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو له امله ددغه هېواد له لوري تړل شوی دی.





