ايران په بغداد کې د امریکا سفارت په نښه کړی
ايراني رسنيو خبر ورکړی، چې د سپاه ځواکونو په بغداد کې د امریکا پر سفارت د بېپیلوټه الوتکې (ډرون) برید کړې او د سفارت په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی.
سرچینه زیاتوي چې د هدف ګرځېدلې ودانۍ د ماهیت په اړه خبرونه لا هم متضاد دي؛ ځینې سرچينې وايې، چې هوايي ډګر په نښه شوی، او ځینې نوري بیا وايې چې د توغندیو او ډرونونو ضد «سیرام» دفاعي سیستم هدف ګرځېدلی دی.
دغه سرچینه زیاتوي چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه کوم تایید شوی معلومات نه دي خپاره شوي.





