قطر په عراق کې د متحده عرب اماراتو په قونسلګرۍ برید غندلی
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د عراق په کردستان کې د متحده عرب اماراتو په قونسلګرۍ برید په سختو ټکو غندلی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، په ډیپلوماټیکو اصولو بريد د ملګرو ملتونو د قانون خلاف عمل دی او دغه هېواد یې ردوي.
اعلامیه کې راغلي، قطر له خپل ورور هېواد متحده عرب اماراتو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او دغه راز عراق کې د ثبات د پیاوړتیا ملاتړ کوي.
قطر به عرب اماراتو سره ملاتړ داسې مهال څرګندوي، چې دغه هېواد کې هم د امريکا پوځي اډې د ایران تر سختو بريدونو لاندې دي.





