ټرمپ له چین او خپلو متحدینو غوښتي چې هرمز تنګي ته جنګي بېړۍ واستوي
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیله لري چې د نړۍ هغه هېوادونه چې د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ او سوداګرۍ لېږد رالېږد کوي، د دې مهم سمندري مسیر د امنیت ساتلو لپاره خپلې جنګي بېړۍ سیمې ته واستوي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي، امریکا له وړاندې د ایران پوځي توان تر یوه حده کمزوری کړی، خو لا هم اندېښنه شته چې تهران کولی شي په یوازې ځان د هرمزتنګي امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
نوموړي له چین، بریتانیا، فرانسې، جاپان او جنوبي کوریا څخه غوښتي، چې د نړیوالې سوداګرۍ د دې مهمې لارې د خوندي ساتلو لپاره له امریکا سره پوځي همکاري وکړي.
ټرمپ زیاته کړه، ایران لا هم دا توان لري چې د سمندري ډرونونو او لنډ واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله د بېړیو پر وړاندې بریدونه وکړي او د هرمز تنګی تګ راتګ له خطر سره مخ کړي.





