امریکا خپلو وګړو ته: منځني ختیځ او د نړۍ هر ځای کې احتیاط وکړئ

March 23, 26 Nazo omari

 

د امریکا متحده ایالاتو خپلو وګړو ته په ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول منځني ختیځ کې، د احتیاط سپارښتنه کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، په سیمه کې د وروستیو بدلونونو له امله به د ځینو هوايي ډګرونو چارې په موقت ډول وځنډول شي. 
دغه وزارت ټینګار کړی، چې ایران په منځني ختیځ کې د امریکا پر تاسیساتو بریدونه کړي او ښايي  چې امریکايي وګړي هم په بېلابېلو سیمو کې په نښه شي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د امریکا، ایران او اسرا.... ترمنځ ترینګلتیاوې د پراخېدو په حال کې دي.