ایراني رسني: انصارالله حوثیان چمتو دي چې د باب‌المندب تنګي کنټرول په لاس کې واخلي

March 26, 26 Farmanullah zubairzai

ايراني رسنيو د خپلو پوځي سر چينو له قوله خبر ورکړی، که امريکا وغواړي د ايران په سويلي ټاپوګانو ځمکني بريدونه وکړي، نو په یمن کې انصارالله (حوثیان) چمتو دي چې د باب‌المندب تنګي کنټرول په لاس کې واخلي.

راپور کې راغلي له دې سره به هم مهاله په سيمه کې نورې جبهې هم فعالې شي.

باب‌المندب له هرمز تنګي وروسته یو مهم سمندري تنګی دی، چې د سره سمندر او د عدن خلیج ترمنځ موقعیت لري او د نړۍ له مهمو سوداګریزو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي