متقي: د ايران پر وړانډې پيل شوې جګړه د ټولې سیمې په زيان ده
د بهرنيو چارو وزارت ویاند، حافظ ضيا احمد پر اېکس ليکلي، کابل کې د ايران سفير علي رضا بیکدلي، د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي دي.
نوموړي زياته کړې، متقي په دغه ليدنه کې د ايران پر وړاندې پیل شوې جګړه چې لمن يې د پراخېدو په حال کې ده، د ټولې سیمې لپاره په زيان بللې ده.
خبر پاڼه زیاتوي، متقي د افغانستان او پاکستان د ورستیو جګړو په اړه د ايران دريځ هم ستايلی دی.
نوموړي دغه راز له ايران سره د افغانستان سوداګري مخ پر ودې بللې ده.
هممهاله بیا بیکدلي د افغانستان او ایران ترمنځ اړيکې مثبتې بللي او دغه راز ټينګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولهييز حل غوښتنونکي دي.





