رابرت مالي: ټرمپ ناهيلی شوی او هره ورځ د ایران پر وړاندې د جګړې موخې بدلوي
د ايران لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي رابرت مالي ويلي، چې د امريکا ولسمشر او د هغه د سلاکارانو څرګندونې ښيي چې دوي ناهيلي شوي او په روانه جګړه کې خپل توان له لاسه ورکوي.
د مالي په وينا، چې ایران لا هم د هرمز تنگي کلې په لاس کې لري او د نړیوال اقتصاد زيانمن کولو توان لري.
نوموړی زياتوي، چې امریکا او اسرایل د ایران د توغندیو او اټومي توانایۍ کمزوري کړې او د سیمې نفوذ یې هم محدود کړی، خو ایران اوس هم دومره قوت لري د سیمې او نړۍ ته په اقتصادي لحاظ زیان ورسوي.
دا پخوانی امریکايي چارواکی باور لري، چې د هر ډول دیپلوماتیکې هوکړې ترلاسه کول ممکن نه دي، تر څو چې جګړه په عمل کې ودریږي، ځکه هر لوري باور لري چې بریالی شوی او نور کارونه ترسره کولی شي.





