د ايران د بريدونو دوام؛ سلطان هوايي اډه کې امريکا يوه جنګي الوتکه E 3 Sentry زيانمنه شوې

March 29, 26 Farmanullah zubairzai

وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی، چې ایران د سعودي عربستان سلطان هوايي اډې باندې توغندیز برید کې د امریکا دفاعي وړتیا لرونکې یوه "E-3 Sentry" الوتکه زیانمنه کړې ده.

 دغه الوتکه دامريکا د هوايي قوماندې او کنټرول (AWACS) له مهمو وسایلو څخه ګڼل کېږي او په جګړه کې ډرونونو، توغندیو او الوتکو کشف او څار لپاره کارول کېدله.

باید وويل شي، چې په دغه بريد کې ۱۲ امريکايي پوځيان هم وژل شوي دي.