د راپورونو له مخې، د اتریش په پلازمېنه ویانا کې یو افغان پناه غوښتونکی د ۳ ښځو د وژنې په تور نیول شوی دی.
د ویانا د پولیسو ویاند فلیپ هاسلینګر ویلي چې دا درې ښځې د تېرې جمعې په ورځ په یو نایټ کلب کې د چړې په وسیله وژل شوې وې.
هغه زیاته کړې، د پېښې ځای ته څېرمه یو ۲۷ کلن سړی نیول شوی چې چاړه ورسره وه.
هغه د جزیاتو له ورکولو پرته څرګنده کړې چې مشکوک کس افغان کډوال دی.
د سکای نیوز د راپور له مخې، له دغه پناه غوښتونکي څخه پوښتنې ګروېږنې کېږي.
د ویانا پولیسو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو له خوا بریدونه ډېر شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې چې د فبروري په لومړیو کې په برېتانیا کې وشوه، یو افغان کډوال د یوې مور او د هغې د دوو لوڼو پر وژنه تورن وپېژندل شو.
د برېتانیا پولیسو تازه اعلان کړی چې د عبدالشکور ایزدي په نوم د دغه افغان کډوال جسد تېره ورځ په یو سیند کې موندل شوی دی.
برېتانیا د هغه نیولو پر سر ۲۰ زره پونډه جایزه ټاکلې وه.




