افغانستان کې اروپايي ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۲۰۰ زره یورو چې ۱۵.۵ مېلیونه افغانۍ کېږي د بېړنیو مرستو په نامه یې د افغانستان سېلاب ځپلو ته ځانګړې کړې دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې دغه مرسته به پر ۲۸ زره هغو سېلاب ځپلو خلکو ووېشل شي چې د افغانستان په لویديځ، شمال او شمال ختیځو سیمو کې د سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پیسې به د روغتیا او خلکو ته د سرپناه په برابرولو کې لګول کېږي.
دغې ټولنې ویلي چې دا مرستې بېړنۍ دي او يوازې د هغو ولايتونو د خلکو لپاره دي چې کورونه يې د سېلاب له امله ويجاړ شوي او د سرپناه ځاى نه لري.




