کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ازبکستان په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۲۰۰ ټنه بشري مرسته کړې

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، دغه مرستې نن په حيرتان بندر کې د دغه وزارت اداري او مالي مرستيال مولوي رحمت الحق فضيل او نورو چارواکو ته وسپارل شوې. د سرچينې په خبره، په دغه مرستو کې ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وريجې، ۲۵ زره ليټره غوړي، ۱۰۰ خېمې، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او دغه راز نور توکي شامل…

2024-05-21 01:53 94۲ دقیقې لوستل
ازبکستان په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۲۰۰ ټنه بشري مرسته کړې

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضیا احمد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، دغه مرستې نن په حيرتان بندر کې د دغه وزارت اداري او مالي مرستيال مولوي رحمت الحق فضيل او نورو چارواکو ته وسپارل شوې.

د سرچينې په خبره، په دغه مرستو کې ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وريجې، ۲۵ زره ليټره غوړي، ۱۰۰ خېمې، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او دغه راز نور توکي شامل وو.

دغه مرستې د ازبکستان د ولسمشر ځانکړی استازي عصمت الله ايرګاشوف، د ترمذ مرستيال والي، د دغه هېواد د بهرنيو اړيکو رييس او په بلخ کې د ياد هېواد قونسل له لوري افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

د يادو مرستو د تسليمي په مراسمو کې د بهرنيو چارو وزارت اداري او مالي مرستيال د ازبکستان او افغانستان اړيکې تاريخي بللي او له دغه هېواد يې مننه کړې چې تل يې له افغانستان سره بشري مرسته کړې.

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی کې مرستې به په شفاف ډول تر اړمنو هېوادوالو رسوي.

په همدې حال کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي، افغانستان له پامه نه غورځوي او په خبره يې، ګاونډي هېوادونه ورته لومړيتوب لري.

نوموړي دغه راز په افغانستان کې روان وضعيت د دوه اړخيزه اړيکو او همکاريو لپاره ښه فرصت وباله.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب