ازبکستان کې د افغان محصولاتو او تولیداتو څلور ورځني نندارتون پرانیستل کېږي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکس‌پاڼه لیکل شوي، د یاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوی نن ازبکستان ته په سفر ولاړ. په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي او د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور استازي شتون لري. ټاکل شوې چې ياد پلاوی په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د…
2024-07-01 21:46 142۱ دقیقې لوستل
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکسپاڼه لیکل شوي، د یاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوی نن ازبکستان ته په سفر ولاړ.
په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي او د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور استازي شتون لري.
ټاکل شوې چې ياد پلاوی په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون پرانیسته او د (تجارتي تواصل) په کنفرانس کې ګډون وکړي.
ويل کېږي چې په ياد نندارتون کې د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعتکاران خپل محصولات او توليدات لکه غالۍ، لاسي صنايع، او وچې ميوې هم نندارې ته وړاندې کوي.
لیکوال/اېډېټر:
Khatera Akbari

Khatera Akbariخاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.