ازبکستان کې مېشت افغان سوداګرو د رييس الوزرا اداري مرستيال سره ليدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په سوداګريزو چارو کې د اسانتياوو رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
همدې حال کې اداري مرستيال
ويلي، حکومت هڅه کوي چې په هېواد دننه او بهر د افغانانو ستونزې واوري او حل لارې ورته ومومي.
نوموړي همداراز له سوداګرو غوښتي چې په هېواد کې له رامنځته شوي فرصت څخه په ګټې اخيستنې پانګونې وکړي.
د يادونې وړ ده چې ادارې مرستيال ازبکستان ته په رسمي سفر تللی او هلته يې د دغه هېواد لومړي وزير سربېره له ګڼو چارواکو سره ليدنې کړي دي.




