د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر (اوچا) ويلي، اسټراليا د روان زېږديز کال لپاره ل افغانستان سره ۲.۶ ميليونه امريکايي ډالر مرسته کړې.
سرچينې ويلي، ياد هېواد يو منظم او همیشه مرسته کوونکی دی چې د فنډ له پيل راهيسې يې تر ۷۴ ميليونه ډالرو مرستې کړي دي.
اسټراليا دغه مرستي داسې مهال کوي کې تازه دغه صندوق ويلي وو، تېر کال له افغانستان سره د مرستې په توګه ۸۱ ميليونه ډالر ترلاسه کړي وو.
ياد صندوق همداراز ويلي، افغانستان کې شاوخوا ۲۵ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال سازمان هم په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د مرستو غوښتنه کړې وه.




