کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اسټرالیا له افغان ښځو او نجونو سره د ملاتړ په موخه پنځه میلیون ډالر مرسته کوي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې یاد هېواد له افغان ښځو او نجونو سره د ملاتړ په موخه پنځه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر پني وانګ له قوله راغلي چې دغه هېواد د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه پرېکنده ملاتړ  کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د اف…

2025-03-28 20:49 99۱ دقیقې لوستل
اسټرالیا له افغان ښځو او نجونو سره د ملاتړ په موخه پنځه میلیون ډالر مرسته کوي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې یاد هېواد له افغان ښځو او نجونو سره د ملاتړ په موخه پنځه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر پني وانګ له قوله راغلي چې دغه هېواد د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه پرېکنده ملاتړ  کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ښځو او نجونو سره په نورو بېلابېلو برخو کې د خدماتو لپاره پنځه میلیونه نور ډالر هم ملګرو ملتونو ته ورکول شوي ترڅو د افغان ښځو او نجونو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

اسټرالیا له افغان ښځو او نجونو سره دغه مرسته په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي"اوچا" موده مخکې ویلي و چې په افغانستان کې له جنورۍ-مارچ میاشتې پورې د بودیجې کمښت د خوړو، سرپنا، زده کړو او روغتیا خوندیتوب لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب