ماليې وزارت وايي، د کندز سپین زر دولتي شرکت له لوري اروپایي هيوادونو ته د وچو رومیانو (۱۵۰) ټنه لومړۍ محموله واستول شوه.
د دولتي شرکتونو عمومي رئیس عبدالحميد اخندزاده ويلي، دا د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چي د هيواد سبزیجات او ترکاري اروپایي هيوادونو ته استوي
هغه زياته کړې، اوسنی حکومت هڅه کوي د واخان له لاري هيواد له اروپا او آسیا سره وصل کړي.
سپین زر دولتي شرکت له تېرو (۲۱) کلونو راهیسي غیر فعال وو. دغه شرکت څه موده مخکې بېرته فعال او اوس مهال په کښي پنبه، د پنبې غوړي، کونجاړه او کاغذي دستمالونه جوړ او پروسس کېږي.
افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونه ته صادارت کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېرو شپږ مياشتو کې افغانستان بهرنيو هېوادونو ته د شاوخوا ۷۵۹ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد په وینا، د افغانستان د صادراتو ډېره برخه یې پاکستان، ایران، هندوستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکيې، چین، عراق او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.
هغه وايي، د افغانستان په مهمو صادراتي توکو کې سکاره، بېلابېلې وچې او تازه مېوې، طبي بوټي په ځانګړې توګه د زعفرانو او زعفرانو تخم، زعفران او غالۍ شامل دي.
۱۴۰۱ میلادي کال کې افغانستان بهرنيو هېوادونو ته د څه باندې دوه میليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي وو.
افغانستان اروپا ته ۱۵۰ ټنه وچ روميان صادر کړل
ماليې وزارت وايي، د کندز سپین زر دولتي شرکت له لوري اروپایي هيوادونو ته د وچو رومیانو (۱۵۰) ټنه لومړۍ محموله واستول شوه.د دولتي شرکتونو عمومي رئیس عبدالحميد اخندزاده ويلي، دا د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چي د هيواد سبزیجات او ترکاري اروپایي هيوادونو ته استويهغه زياته کړې، اوسنی حکومت هڅه کوي د واخا…




