کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان او هند د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هړکړه لاسلیک کړې

کابل (کوه نور، ۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او هند ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د دوه شرکتونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.   یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، یاد هوکړه لیک د افغانستان د "روؤفي نړۍوال شرکت" او د هندوستان د "زایدوس لایف‌ساینسز" شرکتونو ترمنځ د درملو…

2025-11-27 12:17 253۲ دقیقې لوستل
افغانستان او هند د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هړکړه لاسلیک کړې

کابل (کوه نور، ۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او هند ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د دوه شرکتونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

 

یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، یاد هوکړه لیک د افغانستان د "روؤفي نړۍوال شرکت" او د هندوستان د "زایدوس لایف‌ساینسز" شرکتونو ترمنځ د درملو په سکتور کې لاسلیک شوی، چې د افغانستان سفیر، جنرال قونسل او تجارتي آتشه په اماراتو کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې موجود وو. 

 

سرچینې وړاندې لیکلي، د دې هوکړه لیک له مخې، دغه هندي شرکت به په لومړي پړاو کې خپل تولید شوې درمل افغانستان ته صادروي او وروسته به د خپل شرکت نمایندګي افغانستان ته راولي او هلته به د درملو تولید پیل کړي.

 

دغه هوکړه لیک داسې مهال لاسلیک شوی، چې څو ورځې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی په مشرۍد افغان حکومت یو لوړپوړي پلاوي د هند جمهوریت په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر کړی و.  

 

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر پر مهال د هندي چارواکو او خصوصي سکتور له استازو سره د درملو سکتور کې د پانګونې په اړه مفصلې خبرې اترې کړي وې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب