کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه ۱۵ ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، ياد بانک غواړي چې سبا يکشنبه د ازادی داوطلبي له لارې پنځلس ميليونه امريکايي ډالر د ليلام په ډول وپلوري.   ياد بانک له سوداګريزو بانکونو، صرافي او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي ترڅو په دغه داوطلبي کې ګډون وکړي.   د سرچينې په خبره، په داوطلبي کې ګډون کوونکي بايد خپل ح…

2024-07-13 00:04 114۱ دقیقې لوستل
افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه ۱۵ ميليونه ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، ياد بانک غواړي چې سبا يکشنبه د ازادی داوطلبي له لارې پنځلس ميليونه امريکايي ډالر د ليلام په ډول وپلوري.

 

ياد بانک له سوداګريزو بانکونو، صرافي او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي ترڅو په دغه داوطلبي کې ګډون وکړي.

 

د سرچينې په خبره، په داوطلبي کې ګډون کوونکي بايد خپل حسابونه د ليلام د ورځې تر پايه تصفيه کړي.

 

د ياد بانک په خبره، د اسعارو په ليلام کې قسمي تسويې ته اجازه نه ورکول کيږي او په داوطلبي کې ګټوونکي شرکتونه اړ دي چې د خپل ذمت پیسې په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

 

د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک پنځلس ميليونه امريکايي ډالر د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه ليلام کړي وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب