د افغانستان بانک پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چې دغه بانک راتلونکې شنبه د (۱۴۰۳/۱/۴) نېټه د داوطلبۍ له لارې پنځلس ميليونه ډالر ليلاموي.
ياد بانک له سوداګريزو بانکونو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي؛ پر څو په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د سرچينې په خبره داوطلب کسان دې د داوطلبۍ تر وخته خپل حسابونه تصفيه کړي.
دغه بانک همداراز ويلي دي، چې د تېر په پرتله د افغانيو ثبات ثابت ساتل شوی دی.
د ياد بانک په خبره تېر لمريز کال د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ۱۶ سلنه لوړ شوی.
مسولين وايي، په بانکونو کې ستونزې حل او د خلکو په شتمنيو محدوديتونه تر ډېرې اندازې لرې شوي دي.
د سرچينې په خبره هڅه کوي چې بانکي معاملات اسلامي کړي.
د يادونې ده، چې افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه وخت ناوخت ميليونونه ډالر ليلاموي.




