کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر اېکس پاڼه ليکلي، دغه بانک به د روانې مياشتې پر ۹ مه نېټه ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر د داوطلبي له لارې وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګريزو بانکونو او د پولي خدماتو له شرکتونو غوښتي چې په ياده داوطلبي کې ګډون وکړي. سرچینې ويلي، هغه څوک چې په داوطلبي کې ګډون کوي، اړ دي چې خپل حسابونه د ليلام د ورځې تر…

2025-03-26 22:52 195۱ دقیقې لوستل
افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر اېکس پاڼه ليکلي، دغه بانک به د روانې مياشتې پر ۹ مه نېټه ۱۵ ميليونه امريکايي ډالر د داوطلبي له لارې وپلوري.

د افغانستان بانک له سوداګريزو بانکونو او د پولي خدماتو له شرکتونو غوښتي چې په ياده داوطلبي کې ګډون وکړي.

سرچینې ويلي، هغه څوک چې په داوطلبي کې ګډون کوي، اړ دي چې خپل حسابونه د ليلام د ورځې تر پايه تصفيه کړې.

دغه راز وړانډې ليکل شوي، د اسعارو د ليلام په داوطلبي کې قسمي تسويې ته اجازه نه ورکول کيږي او داوطلبي کې ګډون کوونکي کسان اړ دي چې د خپل ذمت د قيمت پيسې په يو ځل او نغدي ډول د افغانستان بانک ته وسپاري.

بايد يادونه وشي چې د افغانستان بانک له دې وړاندې هم ميليونونه ډالر د افغانيو ارزښت ساتلو په موخه ليلام کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب