افغانستان بانک پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې یاد بانک به سبا(یکشنبه) ۱۸ میلیونه امریکایې ډالر د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.
یاد بانک له تجارتي بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي غوښتنه کړې چې په دغه داوطلبۍ کې برخه واخلي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر وروستیو پورې تصفیه کړي.
خبرپاڼه کې راځي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي همداراز د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل او نغدي ډول د افغانستان بانک ته وسپاري.




