کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان بانک سبا سه شنبه ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي چې سبا د سې شنبې په ورځ ۱۵میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.  د افغانستان مرکزي بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.  سرچینه دغه راز زیاتو…

2025-03-24 01:12 134۱ دقیقې لوستل
افغانستان بانک سبا سه شنبه ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي چې سبا د سې شنبې په ورځ ۱۵میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. 

د افغانستان مرکزي بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. 

سرچینه دغه راز زیاتوي د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د ویلو د چې د افغانستان بانک د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه کله ناکله په میلیونونه ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب