د احصايې او معلوماتو ملي ادارې پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، تېر (۱۴۰۲) لمريز کال د ۱۰.۳ ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره شوي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، له يادو ارقامو يې يو مليارد ۷۷ ميليونه او ۹۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت صادرات دي او ۸ ميليارده ۵۷۶ ميليونه او ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت يې واردات دي.
سرچينې همداراز ويلي، د صادراتو ډېره برخه يې مېوې دي ټول ارزښت يې ۴۲۵ ميليونه او ۵۰۰ زره امريکايي ډالر کيږي او دغه راز طبي بوټي، معدني توکي او سبزيجات او د صادراتو برخه جوړوي.
سرچينې دغه راز ويلي، په وارد شويو توکو کې نفتي توکي تر ټولو ډېر دي چې ارزښت يې ۳۷۷ ميليونه او ۹۰۰ زره امريکايي ډالرو ته رسيږي.
سرچینه زياتوي، په وارد شويو توکو کې روغنيات، ماشینونه، ترانسپورټي توکي، فلزي محصولات هم شامل دي.




