افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د نړۍوال جام په دويم پړاو کې وکولای شول اسټراليا ته د ۲۱ منډو په توپير ماتې ورکړې.
ياده لوبه نن د ويسټ انډيز په کوربهتوب ترسره شوه چې پکې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او اسټراليا ته يې د شپږو لوبغاړو په زيان د ټاکلو شل اورونو په لوبو ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.
په افغان لوبډله کې ابراهيم ځدران او رحمن الله ګربز بنځوسيزې ترسره کړې.
په ځوابي توپوهنه کې اسټراليا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۱ منډو په توپير افغان لوبډلې ته بايلوده.
په افغان بالرانو کې ګلبدين څلور ويکټې، نوين الحق درې ويکټې، عظمت عمرزي، راشد خان او محمد نبي يوه يوه ویکټ ترلاسه کړه.
د استراليا په لوبغاړو کې مسکويل پنځوسیزه هم ترسره کړه.
افغان لوبډلې د دې نړۍوال جام په دويم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه له هند بايللې وه.
ياده لوبډله به په همدې پړاو کې خپله درېمه لوبه له بنګلاديش سره ترسره کړي.




