کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغانستان په تړاو د دوحې ناسته؛ دویمه ورځ یې نن د بندو دروازو تر شا پیل شوه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د هېوادونو د ځانګړو استازو ناستې دویمه او وروستۍ ورځ پيل شوه. د راپورونو له مخې، په نننۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل، چې د دې ناستې مهمه برخه وه، نه ترسره کېږي.  ملګرو ملتونو ویلي، چې د دغه سازمان سرمنشي به په ځایي وخت له غرمې وروسته په درېيو بجو…

2024-02-18 23:01 91۲ دقیقې لوستل
افغانستان په تړاو د دوحې ناسته؛ دویمه ورځ یې نن د بندو دروازو تر شا پیل شوه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د هېوادونو د ځانګړو استازو ناستې دویمه او وروستۍ ورځ پيل شوه.

د راپورونو له مخې، په نننۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل، چې د دې ناستې مهمه برخه وه، نه ترسره کېږي. 

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دغه سازمان سرمنشي به په ځایي وخت له غرمې وروسته په درېيو بجو د ځانګړو استازو په ناسته کې د بندو دروازو تر شا وینا وکړي.

د دوحې ناستې پر لومړۍ ورځ یعنې پرون ټول بحثونه دوه اړخیزه او څو اړخیزه وو.

د شپې ناوخته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ د سیمې له ځانګړو استازو سره ناسته تر سره شوه.

د ګوتېرېش په دغه ناسته کې د سیمې له هېوادونو ورهاخوا د اروپايي‌ ټولنې، امریکا او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان استازو هم برخه اخیستې وه.

ځینو ديپلوماتانو ویلي، د ملګرو ملتونو له مشر سره خبرې پر دې ورټولې وې چې د سیمې هېوادونه څه ډول له افغانستان سره په تعامل کې ګډ دریځ‌ غوره کړي‌.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون د سیمې نږدې د ۲۵ هېوادونو او بنسټونو استازي برخه لري. 

په دوحه کې د سرپرست حکومت سفیر ډاکټر نعیم رسنیو ته ویلي، په دغه ناسته کې یې ځکه ګډون نه دی کړی چې نه غواړي په دې ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب