افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه په يوه اعلاميه کې د اسټرليا هغې پریکړې ته چې له افغانستان سره يې د درې شل اوريزه لوبو لوبلړۍ لغوه اعلان کړه غبرګون ښودلی دی.
د اسټرليا کرکټ بورډ تېره ورځ اعلان وکړ چې افغانستان سره له دې امله د شل اوريزه لوبو لوبلړۍ لغوه کوي چې په دغه هېواد کې د ښځو حقونه تامين نه دي.
افغانستان کرکټ بورډ د اسټرليا دغې پرېکړې ته په غبرګون کې ويلي، د اسټرليا په دغه پرېکړه خواشيني يو.
اعلاميه زياتوي، کرکټ د افغانانو خوشحالي ده او د اسټرليا حکومت دې دغه پرېکړه له سیاست سره نه ګډوي.
کرکټ بورډ ويلي، د دغه لوبلړۍ د کرکټ نړيوالې شورا لخوا تنظيم شوې وې او د افغان لوبغاړو د بهرني سفرونو برخه وه.
کرکټ بورډ همداراز ويلي دي، چې د دغې لوبلړۍ د نهايي کېدو پر مهال د اسټرليا کرکټ بورډ مشرتابه هم شتون درلوده او ياده لوبلړۍ يې منلې وه.
اعلاميه کې راغلي دي، چې د اسټرليا کرکټ بورډ دې د يو بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد په توګه د کرکټ ودې ته کار وکړي او هېڅ خنډ نه رامنځته کوي.
کرکټ بورډ همداراز ويلي دي، چې د اسټرليا په ګډون به له نورو بشپړ غړو هيوادونو سره په ګډه کار وکړي ترڅو کرکټ د سياسي مسايلو ښکار نشي.
د يادولو وړ ده، چې اسټرليا کرکټ بورډ په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې له افغانستان سره ټسټ او له هغې وروسته بيا په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم په همدې موخه لغوه کړې وه.




