کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغان حکومت: پاکستان کې پر چينايي انجينرانو بريد مونږ پورې اړه نه لري

د سرپرست حکومت وياند ملي تلويزيون ته په يو غږيز پيغام کې ويلي چې د خیبر پښتونخوا په بشام کې څو مياشتې وړاندې پر چينايي انجينرانو شوی بريد په افغان حکومت پورې اړه نلري. مجاهد ویلي، د پاکستان له لوري پرلپسې دغه ډول تورونه د دواړو لوريو اړيکې ترينګلې کولای شي. ده وويلي، پاکستان دې خپلې امنيتي کمزورتياوې پخپله حل کړي.ذبیح…

2024-06-01 04:54 110۱ دقیقې لوستل
افغان حکومت: پاکستان کې پر چينايي انجينرانو بريد مونږ پورې اړه نه لري

د سرپرست حکومت وياند ملي تلويزيون ته په يو غږيز پيغام کې ويلي چې د خیبر پښتونخوا په بشام کې څو مياشتې وړاندې پر چينايي انجينرانو شوی بريد په افغان حکومت پورې اړه نلري.

مجاهد ویلي، د پاکستان له لوري پرلپسې دغه ډول تورونه د دواړو لوريو اړيکې ترينګلې کولای شي.

ده وويلي، پاکستان دې خپلې امنيتي کمزورتياوې پخپله حل کړي.
ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي چې د دوی دښمنان په افغانستان کې پټ دي.

پ وړمه ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم کابل ته په خپل سفر کې له افغان چارواکو سره د خیبر پښتونخوا په بشام کې پر چينايي اینجنرانو د برید په اړه مالومات شریک کړي او دغه راز يې غوښتنه کړې وه چې په صفري نقطعو کې دې د امنيت ټينګولو په برخه کې همکاري وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب