افغان - قزاق نړيوال نندارتون د ثور مياشتې په ۶مه نېټه د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو مسوولينو او تولیدونکو شرکتونو په شتون کې پرانستل شوی و چې نن پای ته ورسېده.
دغه نندارتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پراختيا، په سيمییزه کچه د اقتصادي انزوا له منځه وړل او د سوداګري په برخه کې د راکړې ـ ورکړې د ډیروالي په موخه جوړ شوی و.
نندارتون کې د کرنې، کانونو، سوداګرۍ، بانکي ټکنالوژۍ او مخابراتو په شمول د ۱۳ سکټورونو او نږدې ۸۰ شرکتونو ګډون کړی و.
د يادونې ده چې د قزاقستان د لومړي د مرستیال په مشري راغلي پلاوي په افغانستان کې له مختلفو لوړپوړيو چارواکو سره هم ليده کاته کړي او په دغه هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د همکاري ډاډ یې ورکړی دی.




