دغه لوبه پرون جمعه د متحده عربي امارتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
افغان لوبډلې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ټاس وګټه او د توپ اچونی پرېکړه يې يې وکړه.
ايرلينډ د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې په ځوابي توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۱ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۸ منډو په توپير سیالې لوبډلې ته بايلوله.
په توپوهنه کې محمد اسحق رحيمي۳۳، محمد نبي ۲۵ او اعجاز احمدزي بيا ۱۶ منډې جوړې کړې.
ورته مهال بيا په ننۍ لوبه کې راشد خان په نړيوال کرکټ کې ۳۵۰ ويکټې ترلاسه کړې او د لومړي افغان لوبغاړي په توګه يې دغه ريکارډ ثبت کړ.
افغان لوبډلې بيا تر دې مخکې له همدې ايرلينډۍ لوبډلې د درې پنځوس اوريزه لوبو لوبلړۍ ګټلې وه.
د يادونې ده، چې د دغې شل اوريزه لوبلړۍ دويمه لوبه د راتلونکي یکشنبې ورځ ترسره کيږي.




