کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغان پانګوال غواړي په هېواد کې د ۱۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د نفتو د تصفيې يوه کارخونه جوړه کړي

  د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، ځينو افغان پانګوالو د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست وزير سره په ليدنه کې لېوالتيا ښودلې ترڅو په افغانستان کې د ۱۲۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د نفتو د تصفيې کارخونه جوړه کړي.   سرچينه زياتوي، دغو سوداګرو په افغانستان کې روان وضعي…

2024-05-16 04:13 119۱ دقیقې لوستل
افغان پانګوال غواړي په هېواد کې د ۱۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د نفتو د تصفيې يوه کارخونه جوړه کړي

 

د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، ځينو افغان پانګوالو د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست وزير سره په ليدنه کې لېوالتيا ښودلې ترڅو په افغانستان کې د ۱۲۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د نفتو د تصفيې کارخونه جوړه کړي.

 

سرچينه زياتوي، دغو سوداګرو په افغانستان کې روان وضعيت د پانګونې لپاره مناسب بللی دی.

 

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست په دغه ليدنه کې ويلي، هېواد کې د نفتو پرېمانه زېرمې شته او حکومت هڅه کوي ترڅو استخراج کېدونکي نفت په کور دننه تصفيه کړي.

 

نوموړي د امو سينديزې حوزې ته په اشارې ويلي، د نفتو د استخراج کچه د پراختيا په حال کې ده او په ورځني ډول ترې ۱۳۵۰ ټنه خام نفت استخراج کيږي چې د روان کال تر پايه به يې کچه ۳۰۰۰ ټنو ته لوړه شي.

 

نوموړي همداراز د خامو نفتو د تصفيې خونې جوړول په هېواد کې اړينه بللې او دغه سوداګرو ته يې د هر اړخيزې همکاري ډاډ ورکړی دی.

 

د يادونې ده چې سرپرست وزير دغه راز سوداګرو ته د هرات په نفتي حوزه کې د پانګونې بلنه هم ورکړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب