افغانستان کرکت بورډ د کرکټ ملي لوبډلې له دریو لوبغاړو فضل حق قاروقي، نوين الحق او مجیب الرحمن څخه د يو کال لپاره د ملي لوبډلې او د دوه کالو لپاره په نړيوال ليګونو کې د لوبیدو د اجازې د نه ورکولو پرېکړه کړې.
د کرکټ بورډ ادارې د دغه کار علت د يادو لوبغاړو له لوري د ملي ګټو خلاف کارونه ښودلي.
کرکټ بورډ وايي، دغو لوبغاړو د مرکزي قرارداد له لاسليکولو انکار کړی وو او په ليګونو کې يې ګډون کړی وو، چې د کرکټ بورډ د ادارې د پرېکړې په اساس يې قراردادونه وځنډول شول.
د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس يادو لوبغاړو ترې غوښتي چې د راتلونکې کال پلان دې له دوی سره شريک او هم دې د لوبولو او يا هم نه لوبولو خبره ورسره سپینه شي.
کرکټ بورډ وايي، د لوبغاړو د غوښتنو لپاره يې کمېټه هم ټاکلې.
د يادو لوبغاړو لپاره په جوړو شويو مادو کې راغلي، که چېرته اړتيا وليدل شي غور پرې کوي چې ولوبوي شي او که نه.
تر راتلونکو دوو کلونو په هېڅ نړيوال ليګ کې د لوبېدو اجازه نلري او هم ېې اوسني قراردادونه لغوه دي.
کرکټ بورډ وايي، خپله پرېکړه يې د کرکټ نړیوالې، اسيايي شوراګانو او نورو کرکټ بورډونو سره هم شريکه کړې، چې د يادو لوبغاړو په تړاو دغه پرېکړه په جدي ډول عملي شي.
ياد لوبغاړي سږ کال د هند په غوره لیګ کې هم لوبېدل.




