افغان کرکټ ملي لوبډلې له ايرلينډ دریېمه وروستۍ او د درې شل اوریزه لوبو لوبلړۍ وګټله.
په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې ايرلينډ ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
په ځوابي توپوهنه کې ايرلينډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۸ منډې وکړې او ټوله لوبډله يې له لاسه ورکړه.
په توپ اچونه کې عظمت عمرزي څلور او نوين الحق بیا درې لوبغاړي وسوځول.
دغه لوبې چې تېره جمعه(د مارچ په ۱۵مه) نېټه پیل شوې وې تېره شپه پای ته ورسېدې.
د دغې لوبلړۍ يوه لوبه ايرلينډ او دوه بيا افغان لوبډلې وګټلی.
د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی ابراهيم ځدران او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی افغان لوبډلمشر راشد خان وټاکل شو.
افغان لوبډلې له دې وړاندې له سیالې لوبډلې پنځوس اوريزه لوبلړۍ هم ګټلې وه؛ خو په ټست لوبه کې یې بیا له همدې لوبډلې ماتې منلې وه.
د يادونې ده، چې نن شپه دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او رحمان الله په ایپيال ليګ کې د لوبېدو په موخه هند ته روان شول




