کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

افغان کرکټ ملي لوبډلې له ايرلينډ د درې پنځوس اوريزه لوبو لوبلړۍ وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې له ايرلينډ څخه د درې پنځوس اوريزه لوبو لوبلړۍ دوه صفر وګټله او د يادې‌ لوبلړۍ يوه لوبه د باران له امله بې پايلې پای ته ورسېده. د دې لوبلړۍ وروستۍ لوبه تېره ورځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. ياده لوبه کې ايرلينډ د لوبې ټاس وګټه او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د ن…

2024-03-12 20:12 417۱ دقیقې لوستل
افغان کرکټ ملي لوبډلې له ايرلينډ د درې پنځوس اوريزه لوبو لوبلړۍ وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې له ايرلينډ څخه د درې پنځوس اوريزه لوبو لوبلړۍ دوه صفر وګټله او د يادې‌ لوبلړۍ يوه لوبه د باران له امله بې پايلې پای ته ورسېده.

د دې لوبلړۍ وروستۍ لوبه تېره ورځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

ياده لوبه کې ايرلينډ د لوبې ټاس وګټه او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۶ منډې جوړې کړې.

سیالې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۱۷ منډو په توپير افغان لوبډلې ته بايلوده.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی بیا رحمن الله ګربز اعلان شو، چې نوموړي خپله جايزه ننګيالي خروټي ته ډالۍ کړه.

ننګيالي خروټي د خپل لوبييز ژوند لومړۍ يو ورځنۍ سیالۍ کې د څلور ويکټې واخيستې.

د يادونې وړ ده، چې افغان ملي لوبډله به له ايرلينډ سره د درې شل اوريزه لوبو لوبلړۍ هم ولري.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب