کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

اقتصادي مرستيال: د تورخم لارې سوداګر او ولس زيانمن کړی، پر ځاې يې بديلې لارې ګورو

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال په يوه غونډه کې له سوداګرو غوښتي، چې د تورخم پر ځای دې پر نورو بديلو لارو چارو اقدام وکړي. نوموړي سوداګرو ته ويلي، هغه لارې عملي کړئ، چې له دې وروسته مو له پاکستان سره صادرات او واردات له ځنډ او خنډ سره مخ نشي. هغه له سوداګرو غوښتي، هغه توکي چې مخکې مو پاکستان کې اخيستل، پر ځای يې نور باز…

2025-11-12 03:07 226۱ دقیقې لوستل
اقتصادي مرستيال: د تورخم لارې سوداګر او ولس زيانمن کړی، پر ځاې يې بديلې لارې ګورو

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال په يوه غونډه کې له سوداګرو غوښتي، چې د تورخم پر ځای دې پر نورو بديلو لارو چارو اقدام وکړي.

نوموړي سوداګرو ته ويلي، هغه لارې عملي کړئ، چې له دې وروسته مو له پاکستان سره صادرات او واردات له ځنډ او خنډ سره مخ نشي.

هغه له سوداګرو غوښتي، هغه توکي چې مخکې مو پاکستان کې اخيستل، پر ځای يې نور بازارونو وپلټئ.

نوموړي سوداګرو ته خبرداری ورکړی، که له دې وروسته له پاکستان سره تجارت کوئ او ستونزې رامنځته کيږي، نو حکومت مو نه غږ اوري او نه مو ستونزې حلوي.

هغه زياتوي، پاکستان تل د افغانستان د صادراتو د موسم پر مهال په يوه او بله بهانه دروازه تړلي وي.

ملا برادر ويلي، له هېواد د سلګونه ميليونه ډالرو وتلو يو علت له پاکستان څخه د بې کيفيته ډول راوړل دي.

هغه ويلي، ټول هغه سوداګر چې پاکستان کې په صحي برخه کې سوداګري لري، په درې مياشتو کې دې هلته خپل حسابونه تصفيه او د پاکستان پر ځای دې بديل بازار وګوري.

برادر زياتوي، پاکستان تل له بشري حالاتو سیاسي ګټه اخيستې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب